راسموسن: د چارو 'افغانیزه کولو' بهیر پيلوو
Saturday, 20 November 2010 20:08
په لیزبون کې د ناټو سرمشريزې پر دویمه ورځ د دغه تړون عمومي منشي ويلي ناټو به په افغانستان کې د چارو د ''افغانیزه'' کولو لپاره تګلاره جوړه کړي، چې په لړ کې به یې امنيتي چارې '' له یوې سیمې وبلې ته'' په پړاویز ډول افغانانو ته وسپارل شي.
اندريس فو راسموسن ټينګار کړی چې په افغانستان کې ترهګري له منځه وړل ګردې نړۍ ته هومره اهمیت لري، لکه څنګه یې چې افغانانو ته لري.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د پرتګال په لیزبون کې د ناټو د سرمشریزې په حاشیه کې له ناټو چارواکو سره له افغانستان څخه د دغه تړون د ځواکونو پر وتلو خبرې کوي. په افغانستان کې د ناټو جګړه ییز عملیات به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې پای ته ورسېږي.
د افغان ولسمشر حامد کرزي یوه تن ویاند اشرف غني احمدزي چې له هغه سره د لېزبون غونډې ته تللی ویلي ښاغلی کرزی به له ناټو سره پر یو شمېر موضوع ګانو خبرې وکړي.
نوموړي دا هم ویلي چې ناټو او د کابل حکومت "د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره یو ډول ستراتيژي لري".
په لیزبون کې د ناټو تر سرمشریزې یوه ورځ وړاندې امریکايي پوځيان افغان لوري ته د مسؤولیت د سپارلو لپاره ۲۰۱۴ کال یو تخميني هدف ګڼلی نه یو ثابت.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به افغان ځواکونه د هېواد د زیاتره برخو کنټرول په لاس کې ولري.
خو ده په عین حال کې خبرداری ورکړی چې ښايي افغان ځواکونه په ټولو برخو کې مخکښ رول ونه لري، له همدې امله یې ویلي چې تر ټاکل شوي وخت وروسته به هم امریکايي او د نورو هېوادونو ځواکونه په افغانستان کې پاتې کېږي.
دغه غونډه چې نن (جمعه، د نومبر ۱۹مه) پيلېږي، غړي هېوادونه یې هیله لري چې افغان امنيتي ځواکونو ته د مسؤولیتونو د سپارلو لپاره پر پلان او په راتلونکو څو کلونو کې په تدريجي ډول د بهرنیو ځواکونو په وتلو توافق ته ورسېږي.
ځينې هېوادونو له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د رایستلو پروسه پیل کړې او ټاکل شوې ده چې په راتلونکي کال کې به خپل جګړه ییز عملیات پای ته ورسوي.
د کاناډا حکومت منلې چې یوازې ۹۵۰ پوځيان به یې د افغانستان د ځواکونو د روزلو په موخه هلته پاتې کېږي.
دا د ناټو د وتلو ستراتيژي هم ده، چې جګړه ییز عملیات راکم او افغان ځواکونه وروزي.
په دې سرمشریزه کې به د ناټو ایتلاف پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي چې، افغانستان کې د ناټو د ماموریت خبره به د سرمشريزې د دویمې ورځې د بحث د سر موضوع وي.
افغان ولسمشر حامد کرزی د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ لیزبون ته رسېدلی دی.
په دغه غونډه کې به د ناټو ایتلاف د تېرو کلونو پر نیمګړتیاوو او لاسته راوړنو خبرې وشي.
ناټو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره ۲۰۱۴ کال د ضرب الاجل په توګه ټاکلی دی.
د ناټو عمومي منشي اندريس فوغ راسموسن دا یوه مناسبه نېټه بللې او باوري دی چې تر دې مودې پورې به افغان امنيتي ځواکونه د خپل هېواد د امنیت ساتلو وړتیا ترلاسه کړې وي.
د امریکا متحده ایالتونه د دغې ټلوالې مشري پر غاړه لري او په افغانستان کې تر ۱۰۰ زرو ډېر سرتېري لري، د راتلونکي ۲۰۱۱ کال له جولای میاشتې وروسته به له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ایستلو لړۍ په پړاویزه توګه پیلوي.
که څه هم ناټو په افغانستان کې پر خپله تګلاره خبرې کوي، د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون د پنجشنبې پر ورځ وویل چې ځواکونه به یې په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د ماموریت موده پای ته ورسوي.
افغان ولسمشر حامد کرزي هم په دې وروستیو کې له ناټو نه غوښتي ول، چې څومره ژر ممکنه وي، امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپاري.
خو پوښتنه دا ده چې ایا افغان لوری به تر ۲۰۱۴ کال پورې د امنيتي چارو اخیستو جوګه شي او که نه.
په دغه غونډه کې به ولسمشر حامد کرزی د شنبې پر ورځ، د امریکا له ولسمشر بارک اوباما، د ملګرو ملتونو له سرمنشي بان کي مون، د برتانیا له لومړي وزیر او د ناټو له یو شمېر چارواکو سره پر اړوندو مسایلو وغږېږي.
اوباما په جمهوري غوښتونکو غږ کړی چې د " سټارټ" تړون دې منظور کړي
د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د کانګرس په جمهوري غوښتونکو سناتورانو باندي چي غواړي د روسیې سره د ذروي وسلو د کمولو تړون منظور نه سي، انتقادونه کړي دي.
ښاغلي اوباما نن د شنبې په ورځ په خپله هفته ایزه وینا کي وویل چي جمهوري غوښتونکي د ذروي دیپلوماسۍ په باب د فقید جمهوررئیس رونالډ ریګن په درس باندي چی عنوان یې و " باور او تحقیق کول " سترګي پټوي.
هغه وویل چي که د مشرانو جرګه په همدې کال کي د ( سټارټ ) په نامه د ستراتیژیکو وسلو د کمولو نوی تړون منظور نه کړي، نو امریکایي تحقیق کونکي به ونه کړا سي دا معلومه کړي چي روسیې د هغه تړون مراعات کړی دی که نه چي خپلي ذروي وسلې دي ٣٠ فیصده را کمي کړي.
جمهوررئیس او ددیموکرات ګوند مشر وویل چي د مشرانو د جرګې له خوا ددې نوي تړون نه منظوریدل به په ځینو نورو مسالو کي د واشنګټن سره د روسیې ملاتړ په خطر کی واچوي چي په دې کي د ایران له خوا د ذروي وسلو د ترلاسه کولو مساله هم شامله ده.
ناټو افغان قواوو ته واک سپارلو پلان منظور کړ
د ناتو مشرانو نن د شنبې ورځ هغه پلان منظور کړ چي غواړي په افغانستان کي د جګړې د مشري انتقال دي د افغاستان حکومت ته پیل شي، او تر کال ٢٠١۴ پوري دي د اردو بشپړ کنټرول افغان قواو ته وسپارل شي.
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي ددې پریکړي هر کلی وکړاو دا انتقال یې
" مؤثر، بې تغییره او دوامدار" وباله.
د ناتو عمومي منشي اندرز فو رز موسین وویل چي دی ددې پېشبیني نه کوي چي خارجي قواوي دي په افغانستان کي د ٢٠١۴ کال نه وروسته هم محاربوي نقش ولري.
مګر د امریکا یوه لوړ رتبه مامور خبرداری ورکړ چي جمهوررئیس براک اوباما رسما دا تعهد نه دی څرګند کړی چي په افغانستان کي به د امریکا محاربوي ماموریت په همدې نېټې باندي ختم شي. دغه مامور وویل چې تر 2014 کال پورې به ټول محاربوي عسکر د افغانستان نه واوځي، که څه هم چې توقع کیږي د افغانستان حکومت به د ټولو 34 ولایتونو کنټرول په لاس واخلي.
راس موسین وویل چي دی په دې باور لري چي ټولي خواوي به د ٢٠١۴ کال مهلت تطبیق او عملي کړي، مګر هغه دا هم وویل چي دا کار به په افغانستان کي په حالاتو پوري اړه ولري.
د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون چي په لزبون کي د ناتو د مشرانو د عالي جرګې په دوهمه ورځ د ناتو د مشر او د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي څنګ ته ولاړ و، هم خبر داری ورکړ چي د عسکرو کمول " باید د واقعیتونو په اساس وي نه د تقسیم اوقاتونو له مخي. "
ناټو ځواکونه تر ۲۰۱۴ کاله پوري د افغانستان څخه وزي
د ناټو د غړو هيوادونو مشرانو د ليزبن په غونډه کي دا پريکړه وکړه چي تر ۲۰۱۴ کاله پوري به د افغانستان څخه خپل ټول جنګي ځواکونه و باسي.
د هغوی په خبره دا ددې معني نه لري چي ګواکي هغوی افغان حکومت يو په يو طالبانو ته ور پرېږدي. « د نړيوال تروريزم په وړاندي مبارزه کي کابل د ناټو ستراتيژيک ملګری پاته کيږي.»
د ليزبن د غونډي په دوهمه ورځ د ناټو تر مشرۍ لاندي د ايساف ځواکونو دهيوادونو مشرانو چي د ملګرو ملتونو په پرېکړه يې ځواکونه په افغانستان کي په پوځي ماموريت بوخت دي وويل چي نن دا پريکړه وسوه چي افغانانو ته به د مسووليت سپارلو پروسه پيل کړي.
د ناټو عمومي منشي اندرز فوګ راسموسن يوار بيا يادونه وکړه چي افغانان به هيڅ کله يوازي نه پريږدي.
افغان ولسمشر ددې پريکړه څخه چي تر ۲۰۱۴ کاله پوري دي امنيتي مسوليت افغان امنيتي ځواکونوته وسپارل سي هرکلی وکړی.
دغه راز د ليزبن د غونډي په پای کي د امريکا د متحده ايالاتو جمهورريس بارک اوباما د ناټو او افغانستان تر منځ د مشارکت د تړون ملاتړ وکړی او دغه راز يې يوار بيا ټنګار وکړی چي د راتلونکي کال په جولای مياشت کي به د امريکايي ځواکونو په وتلو پيل وکړي.
دغه راز د ليزبن د غونډي په دوهمه ورځ د افغانسان پر موضوع سر بيره د روسيې سره د همکاريو د پراختيا او په اروپاکي د امريکا په غوښتنه د توغنديو د دفاعي سيسټم د جوړولو موضوع باندي هم خبري وسوې.
د ناټو عمومي منشي رازموسن د روسيې-ناټو د غونډي په پای کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي دواړه داسي يوې موافقې ته ورسيدل چي د تروريزم خطرونه دواړو يا ټولو ته متوجه دي.
هغه وويل چي دداسي خطرونو لپاره بايد ګډه همکاري وي. خو دا چي څنګه همکاري روښانه يې نه کړه.
د غونډي څخه مخکي داسي ويل کېده چي په اروپاکي د توغنديو ددفاعي سيسټم پر جوړيدو به ښايي دواړي غاړي يوې موافقې ته ورسيږي. خو د ناټو منشي په وروستۍ خبري غونډه کي پدې اړه څه ونه ويل.
ناټو او افغانستان د دوامداره مشارکت تړون لاسليک کړی
په ليزبن کي د ناټو په سرمشريزه کي د افغانستان په اړه تر درې ساعته بحث وروسته د ناټو د عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن او ولسمشر حامد کرزي تر منځ د دوامداره مشارکت تړون لاسليک سو.
د ناټو د عمومي منشي په خبره د تړون موخه داده چي افغانان ډاډمن اوسي چي ناټو هيڅ وخت دوی يوازي نه پريږدي.
راسموسن دغه راز وويل چي موږ په دې غونډه کي يوې داسي موافقې ته رسېدلي يو چي نور افغانانو ته کرار کرار مسوليتونه وسپارو.
د ناټو عمومي منشي وويل چي« موږ به په راتلونکي کال کي افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسوليت د سپارلو پروسه پيل کړو او په ۲۰۱۴ کال کي به دا پروسه ختمه سي.»
دهغه په خبره زموږ مرستي به د افغانستان سره تر هغه پوري جاري وي تر څو افغانستان په بشپړه توګه پر خپلو پښو نه وي درېدلی.«دا ددې معني نه لري چي موږ تر ۲۰۱۴ کاله پوري امنيتي مسووليت افغانانو ته ور سپارو نور نو افغانستان پرېږدو. موږ به هيڅ کله افغانستان پرې نږدو.»
د راسموسن په خبره تر ۲۰۱۴ کاله پوري به د ناټو ټول جنګي ځواکونه د افغانستان څخه ووزي. او مسوليت به افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.
افغان ولسمشر حامد کرزي وويل، موږ به د ناټو او خپلو متحدينو په مرسته تر ۲۰۱۴ کاله پر د هيواد امنيتي چاري په خپله غاړه واخلو.
«زه دغه راز خپله هغه ازرو چي ناټو او نور متحدین زموږ امنيتي ځواک را وروزي يوار بيا تکراروم تر څو د افغانانو امنيت هغوی په خپله وساتي.»
ولسمشر کرزي د ناټو د عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن او ملګرو ملتونو د عموي منشي بان کي مون څخه مننه وکړه چي د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
»زه ډير خوښ يم چي د ناټو د عمومي منشي سره د دوامداره مشارکت اعلاميه لاسليک کړم. دغه اعلاميه افغانانو ته دا ډاډ ورکوي چي د ناټو مرستي اوږدمهاله دي.»
کرزي د افغان حکومت پر هغو تعهداتو يوار بيا ټنګار وکړي چي د اداري فساد په وړاندي مبارزې او ښې حکومت داري په برخه کي يې کړي ول.
کرزي د ناټو د ليزبن غونډي ته د وينا پر مهال د هغو خصوصي شرکتونو په اړه چي په افغانستان کي يې په دې وروستيو کي فعاليتونه بند سوي برخوالو ته معلومات ورکړل.
ایا د خبرو له لارې سوله ممکنه ده ؟
په اوسني وخت کې په افغانستان کې روانه شخړه ایا د سولې د خبرو له لارې حل کیدای شي؟ د دولت اصلي وسله وال مخالفان څوک دي؟ او څوک باید له مخالفانو سره د سولې د خبرواترو پروسه پر مخ یوسي.؟ اکبر ایازي د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې ته په دې اړه یوه تحلیلي مقاله لیکلې چې رضوان مراد پښتو کړې ده .
په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسیدو لپاره په دې وروستیو کې د دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو موضوع ډیره ګرمه شوې ده.
د سولې په پروسه کې او ټولنې ته د وسله والو د بیا جذبولو خبرې د عادي خلکو تر منځ او د افغان او نړیوالو مقاماتو تر منځ هم په پراخه مطرح کیږي.
خو ایا دا چې په ریښتیا سره په افغانستان کې دخبرواترو له لارې سوله راتلی شي ؟
ولې په اوس وخت کې له وسله والو سره د خبرو اترو او ټولنې ته د هغوي د راجذبولو هڅې کیږي ؟
له چا سره باید اصلاً د سولې خبرې وشي؟ او څرنګه ممکنه ده چې دا پروسه بریالۍ شي؟
دا هغه مهمې پوښتنې دي چې حاضر دمه ورته سم ځوابونه نه دې ویل شوي.
د اکبر ايازي په تحلیل کې په دې اړه وړاندې راځي:
ښکاره خبره ده چې څومره په افغانستان کې وسله وال فعالیتونه دوام کوي هغومره به ددې هیواد خلک د یوه کمزوري حکومت تر سیوري لاندې له نا امنیو سره مخامخ وي .
د ښه راتلونکې په اړه چې څومره د افغانانو هیلې کمیږي هغومره به سولې او ټولنې ته د مخالفو وسله والو د بیا جذبولو د هڅو په وړاندې خنډونه زیاتیږي.
د ښاغلي ایازي په وینا څومره چې د افغانستان جګړه دوام مومي هغومره به د هغو کسانو شمیر کمیږي چې په دې جګړه کې په کامیابۍ ټنیګار کوي.
د اکبر ایازي په وینا اوس چې نړیوالې ټولنې له افغانستان څخه د وتلو په اړه څرګندونې پیل کړي د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره فشارونه هم مخ په زیاتیدو دي.
افغان ملي اردو او پولیس دا توان نه لري چې له نړیوالو ځواکونو پرته په یوازې ځان د وسله والو د فعالیتونو مخه ونیسي ، بلکې حقیقت خو دادی چې د افغان امنیتي ځواکونو زیاته برخه ددې پر ځای چې د یوه دیموکراتیک دولت برخه وي ، قانون ماتونکو افرادو ته وفاداره ده.
نو د مقالې د لیکونکي په وینا که نړیوال په اوس وخت کې له افغانستان څخه ووځي نو د افغان امنیتي ارګانونو له مینځه تلل به که د څو ورځو خبره نه وي په یو څو ونیو کې ممکنه ښکاري.
په عین حال کې افغان جنګ سالاران او د نشي موادو کاروباریان ورځ تر بلې پیاوړي کیږي چې دا د سولې د پروسې مخې ته یوه بله لویه ستونزه ده.
ددې تر څنګ دا هم اوس معلومه ده چې له طالبانو پرته د دولت نورې مخالفې وسله والې ډلې هم په ساحه کې فعاله دي.
اکبر ایازي د خپلې لیکنې په دوام کې وايي : ددې لپاره چې معلومه شي د سولې خبرې اترې باید له چا سره وشي ،افغان دولت باید په واضحه توګه په دغې هیواد کې وسله والې ډلې او اصلي وسله وال مخالفان وپېژني.
نوموړی وايي څلور ډوله وسله والې ډلې دا مهال په افغانستان کې فعالې دي ،طالبان،ناراضه او په غصه ملکي خلک ،د افغان حکومت دننه ځینې ډلې او جنایتکاره ګروپونه.
له دې ډلې څخه طالبان هم په دریو ډلو ویشل شوی دي:
د تحلیل لیکونکی اکبر ایازي وړاندې وايی :
((لومړۍ هغه سخت دریځي طالبان چې له ټولو اړخونو او اهدافو له مخې د القاعده شبکې په شان اډیالوژي لري.
دوهم هغه طالبان چې په خپل هیواد کې د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د جګړې یا د هغوي په وینا د جهاد د نظريي ملاتړي دي او ددې لپاره ضروري نه ده چې ځانونه د القاعده شبکې پورې مربوط معرفي کړي.
په دریم قدم کې د ټیټې سطحې هغه وسله وال دي چې په نا پوهۍ کې د طالب قومندانانو پیروي کوي او د ژوند تیرولو لپاره له جګړې پرته بل کوم بدیل نه لري.
حکومت ښايي وکولی شي چې له دې دریو خواو څخه دويمه او دریمه ډله طالبان سولې ته وهڅوي.))
له طالبانو نه پرته د نورو وسله والو ډلو له جملې څخه ناراضه ملکي وسله وال دي چې اکثره يې یا خو د حکومت او امنیتي ځواکونو لخوا د بې عدالتۍ ښکار شوي او یا هغه کسان دي چې د افغان او ناټو ځواکونو په عملیاتو کې يې عزیزان وژل شوي دي.
خو د افغان دولت دوه نورې مخالفې ډلې بیا داسې ښکاري چې چلبازه یا مکاره دي.
ښاغلي ایازي زیاتوي:
((لومړۍ هغوي چې په دولت او د واک په چوکاټ کې دننه دي
دغه ډلې بیا د قانون ماتونکي دي او زیات شمیر يې د نشه يي موادو له قاچاق وړونکو سره هم اړیکې لري.
دغه ډلې دوه مخیزه لوبه ترسره کوي د دولت ،ناټو او کله کله د یو بل پر ضد وسله وال فعالیتونه کوي او ددوي له جملې څخه یوشمیر دسیسه جوړونکي بیا د نورو هیوادونو په خاصه توګه د افغانستان له ګاونډیانو سره اړیکې لري او په افغانستان کې د پراخې سیاسي او اقتصادي مافیا برخه دي.
څلورمه ډله هغه وسله وال غله او مجرمان دي چې د نا امنیو ، اداري فساد او د قانون له نشتوالي څخه په استفادي سره جرمونه ترسره کوي.دغه شان ډلې د خپلو فعالیتونو د دوام او پټولو لپاره د حکومت له وسله والو مخالفانو سره مرستې هم کوي.
نو ښکاره خبره ده چې د سولې د خبرو او ټولنې ته د بیا جذبولو د بهیر لپاره د شریکانو موندل یو ګران کار دی.))
بله موضوع داده چې د دولت له لوري باید څوک له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرې وکړي.؟
یو کم شمیر کسان دي چې د ولسمشر حامد کرزي لخوا د سولې د عالي شورا جوړولو ته خوشبینه دي.
خو ددغې شورا مشر او مهم غړي چې اکثره يې د شمال د ايتلاف غړي دي، د طالبانو پخواني دښمنان دي .دغه راز داسې کسان هم د سولې په عالي شورا کې شامل دي چې د بشریت ضد جرمونو په کولو تورن دي.
نود سولې له دغې شان یوې شورا لخوا څخه به طالبانو سره د سولې لپاره څه ترلاسه شي؟
د مطلب په دوام کې راځي چې که افغان دولت غواړي د سولې دغې شورا ته دوام ورکړي نو باید چې د هغې په تشکیل کې بدلون راولي او داسې کسان په کې شامل کړي چې د وسله والو مخالفانو د اعتماد د ګټلو چانس او توان لري.
افغان ولسمشر باید ددې شورا په مشرتابه کې داسې با اعتباره اشخاص وګماري چې د سولې خبرې پر مخ یوسي او هغوي ته داسې صلاحیتونه ورکړي چې پر اساس يې کامیابۍ ته رسیدل ممکنه وي.
اصلي وسله وال مخالفان باید وپیژندل شي او له هغوي سره د سولې د خبرو لپاره باید مناسب استازي وګمارل شي . په سيمه ايزه اود ولایتونو په سطحه د واک د ویش په اړه باید موافقې وشي او دا پروسه باید ښکاره او په امانت دارۍ سره پر مخ لاړه شي .او یقیناً دا بهیر باید د ناټو او ایساف د ځانګړي سیاسي ،اقتصادي،او لوژیستیکي ملاتړ څخه برخمن وي.